سپېن كښې د كورونا وائرس ځپلي نور 864 كسان مړه شول ، د مړو مجموعي شمېره 9 زره او د ځپليو 100 زره څخه زياته شوه

مېډرډ ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) سپېن كښې د 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس ښكار نور 864 كسان مړه شوي چې ورسره هېواد كښې د مړو شمېره 9 زره څخه زياته شوې ۔ دغسې 100 زره څخه زياتو كسانو كښې د وائرس تصديق شوې ۔ د دې وباﺀ د لاسه د مړو شوو كسانو شمېرې تر مخه سپېن د اټلي نه وروستو دوهم هېواد دے۔ د ابلاغ ذريعو له مخې د سپېن د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي په تېرو24 ساعتو كښې د دې وائرس د لاسه نور 864 كسان مړه شوي چې ورسره هېواد كښې د مړو كسانو مجموعي شمېره 9053 ته رسېدلې ده۔ دغسې د نوو كېسونو راپور كېدو سره دځپليو رنځورانو شمېره 1 لك 2 زره 136 ته رسېدلې ۔ دا خبره دې ياده وي مېډرډ د سپېن تر ټولو زيات ځپلې ښار دے چرته چې 3865 كسان مړه او 30 زره څخه زيات كېسونه ريكارډ كړې شوي