جينيوا 01 اپرېل (اے پي پي) ملګرو ملتونو د فوډ اېنډ هېلت اېجنسو مشرانو ته د خوراك د ممكنه كمي انتباه وركولو سره وئيلې دي په نړيواله كچه د خوراك وركولو لړۍ دې په ځائ اوساتلې شي۔ د برتانيې د خبري اژانس له مخې د ډبليو ټي او ډائرېكټر جنرل روبرټو ايزويډو، د صحت د نړيوالې ادارې مشر ټېډروس اذانوم ګېبريئس او د ملګرو ملتونو د فوډ اېنډ اېګريكلچرل ارګنائزېشن …
په نړيواله كچه دې د خوراك وركولو لړۍ په ځائ اوساتلې شي۔ ملګري ملتونه
جينيوا 01 اپرېل (اے پي پي) ملګرو ملتونو د فوډ اېنډ هېلت اېجنسو مشرانو ته د خوراك د ممكنه كمي انتباه وركولو سره وئيلې دي په نړيواله كچه د خوراك وركولو لړۍ دې په ځائ اوساتلې شي۔ د برتانيې د خبري اژانس له مخې د ډبليو ټي او ډائرېكټر جنرل روبرټو ايزويډو، د صحت د نړيوالې ادارې مشر ټېډروس اذانوم ګېبريئس او د ملګرو ملتونو د فوډ اېنډ اېګريكلچرل ارګنائزېشن مشر کيو ډونګيو اعلاميه كښې د خوراك په بيعه كښې په زياتوالي د تشويش څرګندونې كولو سره وئيلي دي د زرعي او فوډ انډسټرۍ د كاركنانو يا د فوډ كنټېرز تګ راتګ كښې د خنډانو رامخې ته كېدو له امله په نړيواله منډۍ كښې د خوراك كمې راپېدا كېدې شي۔ دوي زياته كړه چې د دې په غبرګون كښې د خوراك وركړه او طلب ترمېنځه توازن بدلېدې شي چې په نتېجه كښې به ئې بيعه زياته شي۔











