د کرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 8 لاكهه ته نزدې شوه

لندن 31 مارچ (اے پی پی) د كرونا وائرس نوې كيسونو رامخې ته كيدو نه پس د ځپليو شميره 7 لکه 87 زره ته رسيدلې دغسې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 38 زره ته رسيدلې ده۔ بلخوا د دې وائرس له امله د ښو شوو كسانو شميره هم 1 لاکھ 66 زره ته رسيدلې ۔دا مهال د كرونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلې شوې هيواد امریکا كښې چرته چې د انفیکشنز شميره 1 لاکھ 65 زره ته رسيدلې ده۔ تر ټولو زيات كسان په اټاليا كښې 11600 كسان مړه شوي۔ امریکا كښې د كوډ 19 له امله د مړو شميره 3200 ته رسيدلې ده۔ المان كښې د ځپلې شوو كسانو شميره 67 زره دغسې 645 كسان د كرونا وائرس له امله مړه شوې دي