نیویارك 31 مارچ (اے پی پی) د امریكې نیویارك ریاست كښې د كرونا وائرس له امله صورت حال نور هم خراب شوې۔ د ریاست ګورنر ډاكټرانو او نرسانو ته اپيل كړې چې نیویارك ته راتللو سره په دې بحرانی صورت حال كښې د وګړو مرسته وكړي چرته چې په مجموعي توګه 67 زره كسان په دې رنز اخته دي۔ بلخوا موجوده بحران كښې فرسټ ریسپانډرز كردار ترسره كونكې پولیس اهلكار هم د دې وباﺀ څخه محفوظ ته دې او 800 څخه زيات اهلكار كرونا وائرس ښكار شوې۔ نیویارك پولیس كمشنر ډرموټ شئے پریس كنفرنس په مهال ووئيل پولیس افسران د هیلتھ كیئر وركرز په شان فرسټ ریسپانډرز دي كوم چې د كرونا وائرس په اطلاع په سمدستي توګه كور ته رسي او د رنزورانو مرسته كوي۔ ده ووئيل د دې عملياتو په مهال تيرو دوو ورځو كښې ګڼ پولیس افسران هم د دې رنز ښكار شوې۔ وائرس له امله تر اوسه درې پولیس افسران مړه شوې ۔ پولیس كمشنر ډرموټ شئے له مخې د محكمې 14 فیصده افسران په رخصتۍ دي دغسې د كرونا وائرس له امله ځپلې شوي 5 زره اهلكار قرنطینه كښې دي