په ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 37 زره 815 ته ورسيده

نیویارك/روم/میډرډ 31 مارچ (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس له امله د مړو شوو كسانو شميره 37 زره 815 ته رسيدلې ده دغسې په اټاليا او سپین كښې پرله پسې د مړو شميره زياتيږي۔د امریكې ميډيا له مخې اټاليا كښې د كرونا وائرس له امله تر اوسه 11591 كسان مړه شوي دغسې په سپین كښې د مړو شميره 7716 ته رسيدلې ده۔ كرونا وائرس له امله امریكا كښې تر اوسه 3166 كسان مړه شوي دغسې په برتانيه كښې تر اوسه 1408 كسان مړه شوي ۔ د تيرو 24 ساعتو په مهال كرونا وائرس له امله 17 سوه كسان مړه شوي۔په ټوله نړۍ كښې د كرونا وائرس مصدقه رنځورانو شميره 7 نيم لاكهه څخه زياته شوې۔د امریكې نه پس اټاليا كښې هم د كرونا وائرس رنځورانو شميره يو لاكھ څخه زياته شوې۔ د كرونا وائرس نړيوالې وباﺀ له امله ټوله نړۍ كښې د مړو كسانو شميره زياتيږي۔ تر اوسه د دې وباﺀ له امله زيات اټاليا ځپلې شوې چرته چې د مړو شميره 11 نيم زره څخه زياته ده دغسې په امریكا كښې د دې وائرس له امله 160000 كیسونه رامخې ته شوي۔ بلخوا سعودی عرب كښې د كرونا وائرس نوې رنځورانو رامخې ته كيدو نه پس د مكې د ځينې سيمو ناكه بندي شوې ۔ ټوله نړۍ كښې د ځپلې شوو كسانو شميره 7 نيم لاكھه څخه زياته شوې۔ د كرونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلې امریكا كښې دي چرته چې دغه شميره يو لاكھ 60 څخه زياته شوي۔ بلخوا په امريكا كښې د دې وباﺀ مخنيوي لپاره شوې اقدامات او سماجی لري والې هدایات به تر 30 اپریل نافذ وي۔ آسټریلیا خپلو اقداماتو كښې د لا سختۍ اعلان كړې۔ د برتانيې چیف میډیكل افسر ووئيل هيواد بيا خپل اصل حالت ته راوستلو كښې 6 مياشتې وخت لګيدې شي۔ د برتانيې خارجه وزير ډومینِك راب ووئيل هيواد كښې د مړو شوو كسانو شميره 1408 ته رسيدلې ۔ ده ووئيل حكومت قامی هیلتھ سروس این ایچ اېس وسائل زيات كړي دغسې روغتونونو كشې كټونه او سټاف هم زيات كړې شوي۔ جاپان وئيلي دي مونږ د كرونا خپريدو مخنيوي اقدامات كښې امریكې، چین، جنوبی كوریا او برتانيې پشمول اروپا ځينې هيوادونو څخه په راتلونكو كسانو بنديز لګولې۔ د جاپان خارجه وزير ووئيل د 73 هيوادونو وګړو هيواد ته په تګ بنديز لګولې۔ هيواد كښې تر اوسه د كرونا 1953 مصدقه كيسونه راپور شوي دغسې د كرونا وائرس له امله د مړو شميره 56 ته رسيدلې ده۔ بلخوا په اټاليا كښې په لاك ډاوَن كښې تر 12 اپریل پراختيا شوې ۔ د اټاليا د روغتيا وزير وئيلي لاك ډاوَن به تر 12 اپریل روان وي