لندن 30 مارچ (اے پي پي) د لندن امپيريل کالج د حياتيات او وبائي رنځونو ماهر پروفېسر نيل فرګسن وئيلي دي برتانيه كښې د كرونا وائرس د وباء په رنځورانو كښې كمې راغلې ٬ څو ورځو كښې اېنټي باډي ټسېټ تيارېدې شي۔ د برتانيې ميډيا له مخې فرګسن بي بي سي راډيو سره خپله مركه كښې ده ووئيل برتانيه كښې د وباء شرح په ټيټېدو ده او په څلوېښت فيصده خلقو كښې هم علامات نه دي ظاهر شوي يوازې دوه فيصده يا درې فيصده آبادي ځپلې شوې ، اينټي باډي ټيسټ اوس هم د توثيق په آخري پړاٶ كښې دے او هيله لرو چې دا به د اوونيو په ځائ په ورځو كښې استعمالېدو لپاره تيار شي