كینبرا 30 مارچ (اے پی پی) آسټریلیا كښې د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 4100 ته رسيدلې ده او تر اوسه 17 كسان مړه شوي۔ د آسټریلیا ميډيا له مخې د تيرې اوونۍ په مقابل كښې هيواد كښې د ځپلې شوو كسانو شميره يو پھ دوه زياته شوې۔ چارواكو د كرونا وائرس مخنيوي لپاره نوې اقدامات نافذ كړې ۔په اولسي غونډو كښې به يواځې دوه كسان ګډون كولې شي یا دومره كسان څومره چې په يو كور كښې ميشته وي۔د لوبو ميدانونه، پاركس او بهر د جِمز پشمول اولسي ځايونه به بند وي۔ وزیر اعظم سكاټ موریسن وئيلي وګړي دې د كورونو څخه بهر نه راوځي يواځې د ضروری یا طبی سامان اخستو لپاره به وګړو له بهر د راوتلو اجازه وي۔د نورو هيوادونو څخه راغليو وګړو له پھ هوټلو كښې قرنطینه جوړه شوې ده