واشنګټن 27 مارچ (اے پی پی) د امریكې نیویارك ښار كښې د كرونا وائرس كيسونو زياتيدو په تناظر كښې د 375 بنديوانو خوشې كولو پريكړه كړې ده۔ د جمعې په ورځ د نیویارك میئر بل ډی بلاسءو ميډيا ته ووئيل نن مونږ 375 بنديوان خوشې كوو۔دې څخه وړاندې د تشدد او په نورو پيښو كښې د كم وخت سزا يافته 200 بنديوان خوشې كړې شوي وؤ۔ ده ووئيل دې سره سره د پیرول خلاف ورزی كونكې 700 بنديوانو خوشې كولو سفارش به د روانې اوونۍ په وړومبۍ كښې كولې شي۔دا خبره دې ياده وي نړيوالې وباﺀ نیویارك په ولقه كښې اخستې ۔تر اوسه د ښار 281 كسان د دې وباﺀ له امله مړه شوي۔ بلخوا د برتانيې وزیرِ اعظم بورس جانسن اولس ته غږ كړې چې په خپلو خپلو كورونو كښې پاتې شئ۔ حكومت د اړخه د كرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره سخت اقدامات نه پس د برتانيې ځينې ځايونه خالي شوي چرته به چې په عامو ورځو كښې زياته ګنه وه