واشنګټن 27 مارچ (اے پی پی) امریكا كښې د كرونا وائرس له امله د ځبلې شوو كسانو شميره 85 زره ته رسيدلې ده كومه چې د چین او اټاليا څخه هم زياته ده چرته چې د ځپلې شوو كسانو شميره په ترتيب سره 81,782 او 80,589 ده۔ د برتانيې نشریاتی ادارې راپور له مخې امريكا كښې د دې وباﺀ له امله تر اوسه 1,300 كسان مړه شوي كومه چې اټاليا او چين كښې د دې وباﺀ له امله د مړو كسانو شميرې څخه كمه ده۔ چین چرته څخه چې دا وباﺀ پيل شوې وه هلته تر اوسه 3,291 كسان مړھ شوي او اټاليا كښې تر اوسه 8,215 كسان مړه شوي۔ دا خبره دې ياده وي اولس مشر ډونلډ ټرمپ دوه ورځې وړندې ادعا كړې وه چې زمونږ هيواد به ډير زر په دې وباﺀ قابو اومومي او 12 اپریل به امریكا كښې د ایسټر ميله په بشپړه ډول لمانځلې شي۔ راپور له مخې كله چې د امريكې اولس مشر څخه د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو شميرې 85 زره څخه زياتيدو پس منظر كښې د يادې شوې ادعا په اړه پوښتنه وشوه نو هغه ووئيل زيات ځپلې شوي كسان د كرونا وائرس ټیسټ كولو په وجه رامخې ته شوي۔د امریكې دوهم اولس مشر مائیك پنس ووئيل كرونا وائرس له امله ځپلې كيدو علامت په څرګنديدو د ټیسټ آسانۍ د امريكې په 50 ریاستونو كښې ورركړې كيږي او تر اوسه 5 لكه 52 زره كسانو ټيسټونه كړي۔