د فلپائن 9 ډاكټران د كرونا له امله د ځپلو كسانو بچ كولو په هڅو كښې پخپله مړه شول

منیلا 27 مارچ (اے پی پی) فلپائن كښې د كرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو ژوند بچ كولو سره 9 ډاكټړان پخپله د دې وباﺀ ښكار شوي۔ د فرانسی خبر رسنې ادارې له مخې فلپائن كښې رنځوران زيات او د ډاكټرنو او نورې طبي عملې لپاره د ذاتی حفاظت څيزونه كم دي۔ د فلپائن ډاكټر ایسوسی ایشن د 9 ډاكټرانو د مرګ تصدیق كولو سره وئيلي دي د وائرس له امله رامخې ته شوي بحران د سركاری اطلاعات په مقابل كښې خراب دے۔ لاك ډاؤن باوجود د دې وائرس كیسونو كښې اضافه كيږي۔ ډاكټر ایسوسی ایشن دوهم صدر بینیټوایټنزا له مخې كه زما په اختیار كښې وې نو د درملنې څخه وړاندې به مې د طبی عملې ټیسټ كولې او يوه اوونۍ پس به مې بيا ټيسټ كولې ، خو دې پلو چا هم پام لرنه نه ده كړې