سډنی 26 مارچ (اے پی پی) د آسټريليا حكومت د شورو په ورځ خبر دارې وركړې چې سخت معاشرتی فاصلاتی اقدامات نافذولو باوجود د کرونا وائرس انفيکشن كښې زياتوالې كيږي چې ورسره د هيواد انتهائی نګھداشت يونټس كښې ګڼه زياته شوې۔ د برتانيې ميډيا له مخې د آسټريليا رياست نيو ساوتھ ويلز د کرونا وائرس خپريدو مخنيوي لپاره غير ضروری کاروبار بندولو سره سيلف آئسوليشن باوري كولو له لوئې جرمانې لګولې ۔ د آسټريليا وزيراعظم سکاټ موريسن د شورو په ورځ د نوو بنديزونو اعلان کړې چې غير ضروری کاروبار بندولې شي۔ د نوې بنديزونو ترمخه د ودونو دستورو كښې شامليدونكو كسانو شميره به تر 5 محدود وي او په جنازه كښې به هم يواځې 10 كسان ګډون كوي۔ آسټريليا كښې د کرونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 2 زره 250 ته رسيدلې ده۔