هلمند ولايت كښې د مائن چاؤدنې په نتيجه كښې 8 كسان مړه شول

کابل مارچ (اے پی پی) د افغانستان سوئيلي ولايت هلمند كښې د مائن په چاؤدنه كښې 8 كسان مړه شوې دي۔ د هلمند ولايت وياند عمر زاوك ووئيل چاؤدنه د شورو په ورځ سهار هغه وخت شوې كله چې يو ګاړې د مائن سره ټكر شو او په نتيجه كښې ئې په ګاړې كښې ناست 8 كسان مړه شوي۔ د پيښې پلټنې روانې دي