د امریکې سیاستمدار دې د چين بد نامولو هڅې بندې كړي، د چین خارجه وزارت

بیجنګ 25 مارچ (اے پی پی) د چین خارجه وزارت وئيلي چې د امریکې سیاستمدار دې د چین بد نامولو هڅې بندې كړي۔ د چین خارجه وزارت وياند ګنګ شوانګ خبرې کنفرنس كښې د امریکې خارجه وزير ما ئیك پومپیو د اړخه کرونا وائرس ووهان وائرس ګرځولو د پوښتنې په ځواب وئيلي چین څو وارې په دې اړھ د خپل لوظ پخلې كړي چې د امریکې ځينې شخصیات موجودہ وائرس د چین سره تړلو او چین بد نامولو له هڅې كوي۔ د چین اولس هم په دې د سخت خفګان څركندونه كړې او د دې ئې مخالفت كړې۔دې نه علاوه د روغتيا نړيوالې ادارې ، ملګرو ملتونو او نړيوالې ورورولۍ هم څو وارې د دې عمل مخالفت او د دې غندنه كړي۔ ګنګ شوانګ ووئيل د دې وائرس په حقله د چین او امریکې ترمينځه خبرې اترې شوي۔ ده ووئيل امریکې د دې شخړې پيل كړې او وئيلي ئې دي چې وائرس د چین څخه خپور شوې او دې سره سره د امريكې ځينې سياستمدارو وائرس د ووهان او چین سره د تړلو هڅه كړي، د چین اولس د دې سخت مخالفت کوي