بھوك هړتال مه كوۍ ٬ كه په تاسو څه وشؤ نو زما به څه كېږي۔ د ياسين ملك لور د خپل پلار په نوم جذباتي پېغام

اسلام آباد ۔ 23 مارچ (اے پی پی) مقبوضه کشمیر كښې د حريت لارښود ياسين ملك تر مرګه د بهوك هړتال په اعلان كولو دده لور رضيه سلطانه ډېره غمجنه ده۔ رضيه سلطانه د خپل پلار په نوم خپل يو پېغام كښې ووئيل زه تا سره مينه لرم پاپا ، بھوک هړتال مه كوۍ ٬ كه په تاسو څه وشؤ نو زما به څه كېږي۔ دا خبره دې ياده وي چې مقبوضه كشمير كښې د 230 ورځو څخه هندي لاك ډاؤن روان دے چې ورسره د مقبوضه وادۍ صورتحال ډېر ناوړه شوې دې۔ مظلوم كشميرې اولس د نړۍ په بې حسۍ ماتم كوي