کروناوائرس په 180 هېوادونو كښې خپور شوي، د مړو كسانو شميره 10 زره ته رسيدلې

بیجنګ 20 مارچ (اے پی پی) کرونا وائرس د نړۍ په 180 هېوادونو كښې خپور شوې دې نه پس د مړو شميره 10 زره 50 ته رسيدلې ده دغسې د ځپليو شميره 2 لکھ 45 زره 615 ته رسيدلې ده۔ اټاليا كښې د كرونا وائرس له امله 3 زره 405 كسان مړه شوې دي دغسې 41 زره 35 كسان ځپلې شوي،اټاليا كښې د كرونا وائرس له امله مړو كسانو شميره …

بیجنګ 20 مارچ (اے پی پی) کرونا وائرس د نړۍ په 180 هېوادونو كښې خپور شوې دې نه پس د مړو شميره 10 زره 50 ته رسيدلې ده دغسې د ځپليو شميره 2 لکھ 45 زره 615 ته رسيدلې ده۔ اټاليا كښې د كرونا وائرس له امله 3 زره 405 كسان مړه شوې دي دغسې 41 زره 35 كسان ځپلې شوي،اټاليا كښې د كرونا وائرس له امله مړو كسانو شميره وخت سره سره زياتېږي دغسې په چین كښې د کرونا وائرس له امله د مړو كسانو شميره وخت سره سره كمېږي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې چین كښې د کرونا وائرس له امله د مړو شميره 3 زره 248 ته رسيدلې وه۔ ایران كښې د نړيوالې وباﺀ له امله 1248 كسان مړه شوې دي۔ امریکا كښې د كرونا وائرس له امله 218 كسان مړه شوې دي او 14 زره 321 كسان ځپلې شوي۔کیلی فورنیا ګورنر ګیون نیوسم وئيلي د کیلی فورنیا 56 فیصده آبادی د کرونا وائرس له امله د ځپلې كيدو اندېښنه ده۔ لاس اینجلس كښې شاپنګ مرکزونه، انډور مالز، غیر ضروری ریټیل تجارتی سینټري بند كړې شوي۔ ارجنټائن لاك ډاؤن شوې د جنوبي امريكې وړژمبې هېواد دې۔ هند كښې د كرونا وائرس له امله 4 كسان مړه شوې دي دغسې 194 كسان ځپلې شوې دي۔د ملګرو ملتونو عمومي سيكتر انتونیو ګوتریس نړيوالو لارښودو ته په دې سخت وخت كښې په ګډه كار كولو غږ كړې۔

مزید خبریں