واشنګټن 20 مارچ (اے پی پی) د امریکې د خارجه چارو محکمې خپل وګړي د بهر هېوادونو مزل كولو څخه خبر كړي چې زر تر زره خپل هېواد ته راستانه شي یا دې تر نامعلومه مودې هېواد ته نه راځي،بهر هېوادونو كښې مېشته وګړو ته وئيلي شوي چې بيرته راستانه شي يا دې پھ محفوظ ځائې كښې مېشته شي دغسې چې د کرونا وائرس څخه محفوظ پاتې شي۔ د امریکې خارجه محكمې د نړيوال مزل په اړه خپل ټريول ایډوائزری ته کیټګري 3 څخه 4 كولو اعلان کړې كوم چې سخت صورتحال په ګوته كوي۔خارجه محکمې په خپل بيان كښې وئيلي چې امریکائي وګړي كوم چې په څه غرض سره بهر هېوادونو ته تللې دي هغه دې په سمدستي توګه راستانه شي او يا دې تر نامعلومه مودې هېواد ته نه راځي او خپل ځان دې مخفوظ كړي۔