افغانستان – د طالبانو په امنيتي پوسته بريد ٬ د سړك په غاړه د په ځائې كړې شوي بم چاؤدنې پیښه ٬ امنيتي ځواكونو سره د نښتو پېښه كښې 13 طالبان مړه ٬ 8 ژوبل

کابل ۔ 18 مارچ (اے پی پی) د افغانستان هلمند صوبه كښې د طالبانو په امنيتي پوسته د بريد ٬ د سړك په غاړه د په ځائې كړې شوي بم چاؤدنې او امنيتي ځواكونو سره د نښتو پېښې په نتيجه كښې 13 طالبان مړه او 8 نور ژوبل شوي دي۔ د صوبائي حكومت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د طالبانو يوې ډلې تېره ورځ د هلمند صوبې ناد علي اولسوالۍ تور پل سيمه كښې په امنيتي پوسته بريد وكړو۔ د افغان امنيتي ځواك ځوابي كاروائۍ په نتيجه كښې 8 عسكريت خوښي ووژل شول او 5 نور ژوبل شول۔ بله پېښه په ناهري ساراج اولسوالۍ كښې د عسكريت خوښي او امنيتي ځواكونو ترمينځھ د نښتې په صورت كښې رامخې ته شوه۔ كومه كښې چې 3 عسكريت خوښي مړه او 3 نور ژوبل شول۔ په دې مهال درېمه پېښه كښې د ګارمسر اولسوالۍ اتوم دراب سيمه كښې د امنيتي ځواكونو قافله په نښه كولو سره د سړك په غاړه د په ځائې كړې شوي بم چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 2 طالبان مړه شول