د كورونا وائرس رنځورانو درملنې مذهبي فريضه ده۔ آيت الله علي سيستاني

بغداد ۔ 18 مارچ (اے پی پی) د عراق نوموړي عالم دين آيت الله علي سيستاني وئيلي دي چې د كورونا وائرس رنځورانو درملنې مذهبي فريضه ده۔ د امريكا د ابلاغ ذريعو له مخې د عراق نوموړي عالم دين تېره ورځ په خپل سركاري وېب سائټ جاري كړي پېغام كښې ووئيل په كورونا وائرس كښې د اخته كسانو درملنې او مرسته كول د ډاكټرانو ٬ نرسانو او نورو كسانو اسلامي فريضه ده او د كورونا وائرس ځپليو درملنو كولو په مهال مړ كېدونكې طبي كارمندان به شهيدان ګڼلې شي