د افغانستان په بادغېس ولايت كښې د طالبانو په امنيتي پوسته بريد٬ د يو وګړي پشمول 5 امنيتي اهلكار مړه٬ 5 جنګيالي اووژل شول

کابل 17 مارچ (اے پي پي) د افغانستان په بادغېس ولايت كښې د طالبانو په امنيتي پوسته بريد او نښته كښې د يو وګړي پشمول 5 امنيتي اهلكار مړه او 5 جنګيالي وژلې شوي۔ د چين خبري اژانس له مخې د ولايتي پوليس دوهم مشر شېر آغا الوك زئۍ ووئيل د نهې په ورځ سهار د طالبانو يوې ډلې د بادغېس ولايت په جوند اولسوالۍ كښې په امنيتي پوسته بريد كړې او د دې نه پس د افغان امنيتي ځواكونو او طالبانو ترمېنځه د نښتې په نتيجه كښې د دوه ځائي كمانډرانو پشمول 5 جنګيالي وژلې او 6 ژوبل شوي ٬ طالبانو سره د نښتنې په مهال د يو وګړي پشمول 5 امنيتي اهلكار هم مړه شوې دي۔