تهران 16 مارچ (اے پي پي) د ايران د صحت او طبي تعليم وزارت وئيلي دي هېواد كښې د کرونا وائرس د يو كروړ شكمندو كېسونو سكريننګ شوے چې پكښې د 900 كسانو ځپلې كېدو تصديق شوې ۔ د ايران پرېس ټي وي له مخې د صحت نائب وزير علي ريزا رائزي تېره ورځ وئيلي دي د څلورو ورځو په مهال د ھغه شكمندو كسانو سكريننګ شوې ۔ ده ووئيل د 6.5 مېليونه كسانو سكريننګ د صحت په مركزونو كښې او د 3.7 مېليونه كسانو سكريننګ د آن لائن پلېټ فارم څخه كړې شوې۔ ده ووئيل د سكريننګ په نتيجه كښې په 900 كسانو كښې د وائرس تصديق شوې كوم چې په روغتون كښې داخل كړې شوې ۔ ده اولس له صلاد وركړې شوې چې ھغوي خپل علامات په آن لائن سروس درج كړي۔ د يادونې وړ ده په ايران كښې تر اتوار ورځې 724 كسان د دې وائرس په نتيجه كښې مړه شوې دي