سعودی عرب كښې د کرونا زنزورانو شميره 86 ته ورسيده، د سعودی د روغتيا وزارت

ریاض 14 مارچ (اے پی پی) د سعودی د روغتيا وزارت وئيلي دي چې هېواد كښې د كرونا وائرس نوې 24 کیسونه ريكارډ كړې شوي دې نه پس د رجسټرډ رنزورانو شميره 86 ته رسيدلې ده۔ د سعودی ميډيا له مخې سعودی عرب كښې رجسټرډ کړې شوي 86 رنزورانو كښې 38 نارينه او 48 ميرمنې شاملې دي۔ د سعودی د روغتيا وزارت له مخې کرونا له امله ځپلې شوي يو تن ښه شوي، د کرونا زياتره رنزوران د بهر هېواد مزل كولو سره سعودی عرب ته راغلې ؤ یا کرونا وائرس له امله ځپلې شوي هېوادونو څخه تيريدو له امله پھ دې رنز اخته شوي۔ د کرونا وائرس ټول رنزوران جلا جلا ساتلې شوي ، د ټولو رنزورانو حالت د ډاډ وړ دې او د هر ډول خطر څخه بهر دي۔