لندن ۔ 12 فروری (اے پی پی) د ملګرو ملتونو تعليمي ٬ سائنسي او ثقافتي تنظيم يونېسكو له مخې نن د فرورۍ په 13 مه نېټه د راديو نړيواله ورځ لمانځلې شي۔ د ابلاغ نړيوالو ذريعو له مخې د يونېسكو غړو هېوادونو كال 2011 كښې د راديو د نړيوالې ورځې لمانځلو قرارداد وړاندې كړې وو كوم چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په كال 2012ﺀ كښې د نړيوالې ورځې په توګه خپل كړو۔ دغسې د فرورۍ 13 مه نېټه د راديو نړيواله ورځ جوړه شوه۔ ميډيا زياته كړه چې راديو په نړيواله كچه ترټولو زياته كارول كېدونكې ذريعه ده۔ او راديو زياتو اورېدونكو ته د رسېدو ځانګړې صلاحيت لري