اسلام آباد ۔ 22 جنوری (اے پی پی) د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي چې اسلام د اعتدال ٬ امن او سلامتيا درس وركوؤنكے مذهب دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير پاک چائنا سېنټر كښې د مذهبي چارو وزارت تر سېوري لاندې راجوړ كړې شوي مكالمه او امن كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل دا كنفرنس د ټولې نړۍ …
اسلام د ا عتدال ٬ امن او سلامتيا درس وركونكے مذهب دے۔ مونږ له به يو موټې كېدو سره د اسلام او مسلمانانو په ضد سازشونه ناكامه كول وي۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يو سف امن كنفرنس ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 22 جنوری (اے پی پی) د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي چې اسلام د اعتدال ٬ امن او سلامتيا درس وركوؤنكے مذهب دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير پاک چائنا سېنټر كښې د مذهبي چارو وزارت تر سېوري لاندې راجوړ كړې شوي مكالمه او امن كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل دا كنفرنس د ټولې نړۍ او پاكستان لپاره د سنګ ميل حېثيت لري۔ ده ووئيل شرخوښي عناصر او اسلام دښمنه قوتونه د اسلام تعلق شدت خوښۍ سره د ثابتولو ناوړه هڅې كوي۔ له دې كبله زمونږ ټولو پاكستانيانو دا فرض دي چې د دې اسلام دښمنه عناصرو په نره مقابله وكړو۔ ده ووئيل مونږ له به د اسلام يو امن خوښوونكي مذهب تاثر رامخې ته كولو له يو موټې كېدل وي۔ وفاقی وزیر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ قربانۍ او هڅې وستائلې۔ ده ووئيل د مشائخ اسلام کمېټۍ ټول مكتبه فكر يو موټې كړي دي او د مسلمانانو لارښودنې او اتحاد لپاره ئې دوئي يو ځائې كړي دي۔ په خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان سعودی اولس لپاره دوهم كور دے او په هر ډول حالاتو كښې مونږ سعودي حكومت او اولس سره يو۔ ده ووئيل مونږ له به د مسلمانانو په ضد سازشونه ناكامه كولو له يو موټې كېدل وي۔









