بیجنګ۔ 10 فروری (اے پی پی) دچین هوبے صوبې ووهان ښار كښې د كورونا وائرس دلاسه د نورو 97 كسانو مړ كېدو څخه وروستو د مړو مجموعي شمېره 908 ته رسېدلې ده۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې چين كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د کورونا وائرس ځپلي نور 97 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمېره 908 ته رسېدلې ده او نور 3036 نوې كېسونه …
چين كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شمېره 910 او د ځپليو 40,171 ته ورسېده

مزید خبریں
بیجنګ۔ 10 فروری (اے پی پی) دچین هوبے صوبې ووهان ښار كښې د كورونا وائرس دلاسه د نورو 97 كسانو مړ كېدو څخه وروستو د مړو مجموعي شمېره 908 ته رسېدلې ده۔ د چين د ابلاغ ذريعو له مخې چين كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د کورونا وائرس ځپلي نور 97 كسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمېره 908 ته رسېدلې ده او نور 3036 نوې كېسونه رامخې ته شوي دي۔ دغسې چين كښې وائرس څخه د ځپليو شمېره 40 زره 171 څخه زياته شوې ده۔ د چينائي چارواكو له مخې يو لك 87 زره 518 كسان په طبي نګهداشت كښې ساتلې شوي دي۔ بلخوا د قمري كال په رخصتيو تلې چينائي وګړو خپلو كارونو ته بېرته راتلل پېل كړې دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې کرونا 27 هېوادونه په خپله ولقه كښې اخستلې دي۔ جاپان كښې بحري بېړۍ كښې كورونا وائرس څخه د ځپليو شمېره 70 ته رسېدلې ده۔ د روغتيا نړيوالې ادارې د وائرس تحقيق لپاره د پوهانو يوه ډله بيجنګ ته لېږلې ده۔











