اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې د تحريك انصاف لارښود پانامه كېس كښې سترې محكمې ته ثبوتونه وړاندې كولو كښې ناكامه شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نجي ټي وي يو پروګرام كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د تحریک انصاف لارښودو د خپلو مخالفينو په ضد د دروغو تورونو لګولو يو عادت جوړ كړے۔ ده ووئيل …
د تحريك انصاف لارښود پانامه كېس كښې سترې محكمې ته ثبوتونه وړاندې كولو كښې ناكامه شوې۔ ډاكټر مصدق ملك

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 21 جنوری (اے پی پی) د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئيلي دي چې د تحريك انصاف لارښود پانامه كېس كښې سترې محكمې ته ثبوتونه وړاندې كولو كښې ناكامه شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نجي ټي وي يو پروګرام كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د تحریک انصاف لارښودو د خپلو مخالفينو په ضد د دروغو تورونو لګولو يو عادت جوړ كړے۔ ده ووئيل حكومت به د پانامه كېس په اړه د سترې محكمې پرېكړه قبولوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) ټول مشران لارښود د اولس په عدالت كښې د وزيراعظم نواز شريف دفاع كوي او سباؤن كښې به ئې هم كوي۔ ده ووئيل د هېواد د سياسي مشرتابه په ضد بايد ناوړه الفاظ ونه كارول شي ولې د بده مرغه د پي ټي آئي كسان هېواد كښې دې ناوړه كلتور ته وده وركوي۔









