پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل به د قامي لوبغاړو د سنټرل كنټرېكټ اعلان راتلونكې مياشت كوي

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي)د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل (پي بي سي سي) به د قامي لوبغاړو د سنټرل كنټرېكټ اعلان راتلونكې مياشت كوي۔ د پي بي سي سي چيئرمېن سيد سلطان شاه ووئيل چې كونسل په ډومېسټك كچه د ښه كاركردګۍ څرګندونه كوٶنكو نوې لوبغاړي په سنټرل كنټرېكټ كښې د شاملولو پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل دوي ته په دريو كېټېګريز كښې سنټرل كنټرېكټ وركولې شي چې …

اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي)د پاکستان بلائنډ کرکټ کونسل (پي بي سي سي) به د قامي لوبغاړو د سنټرل كنټرېكټ اعلان راتلونكې مياشت كوي۔ د پي بي سي سي چيئرمېن سيد سلطان شاه ووئيل چې كونسل په ډومېسټك كچه د ښه كاركردګۍ څرګندونه كوٶنكو نوې لوبغاړي په سنټرل كنټرېكټ كښې د شاملولو پرېكړه كړې ده۔ ده ووئيل دوي ته په دريو كېټېګريز كښې سنټرل كنټرېكټ وركولې شي چې پكښې به بي ون لوبغاړو ته 15 زره روپۍ ٬ بي ټو ته 12 زره روپۍ او بي تهري كېټګري ته لس زره روپۍ معاوضه هره مياشت وركولې شي۔ ده ووئيل د لوبغاړه معاوضه كمه وه چې پكښې مونږ درې زره روپۍ اضافه كړې ده۔ ده ووئيل لوبغاړو ته به د جنورۍ د وړومبنۍ نيټې څخه تر 30م جون كنټرېكټ وركولې شي او د دې اعلان به د جنورۍ په وړومبۍ اوونۍ كښې كېږي