لكهنٶو01 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان د كركټ انډر 19 لوبډلې په پنځم يو ورځني مېچ كښې د هند لوبډلې ته ماتې وركړه. د هند كوربه انډر 19 لوبډلې وړومبې بېټنګ كولو سره په 49.3 اورونو كښې 157 منډې جوړې كړې. د دې په ځواب كښې د افغانسان لوبډلې هدف د 8 لوبغاړو په سوځېدو سره په 47.3 اورونو كښې پوره كړو. آصف موسي زي 42 او عمران 31 منډې جوړې كړې. هند دا سېريز د دوه په مقابله كښې درې مېچونه ګټلو سره په خپل نوم كړے.