د پاكستان او آسټرېليا ترمينځه دوهم ټېسټ مېچ د نومبر 29 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ كېنګروز ته سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده

ایډیلیډ۔ 26 نومبر (اے پی پی) د پاكستان او آسټرېليا كركټ لوبډلو ترمينځه دوهم او ورستې ټېسټ مېچ د نومبر 29 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ كوربه لوبډلې آسټريليا ته د دوه مېچونو په سېريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ برسبېن كښې شوي اولني مېچ كښې آسټرېلیا يو اننګز او 5 رنزونو سره بريا ترلاسه كړې وه۔ آسټرېليا كښی ګرين شرټس د كوربه لوبډلې په ضد تر دې دمه 36 مېچونه كړي دي په كومو كښې چې ئې 4 ټېسټ مېچونو كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ كېنګرو 25 مېچونو ګټلي او 7 مېچونه د كومې نتيجې رامخې ته كېدو نه غېر ختم شوي دي۔ پاكستانۍ كركټ لوبډلې اخيرنې ټېسټ مېچ په كال 1995 كښې د آسټرېليا په مزكه ګټلې وو۔ راروان ټېسټ مېچ كښې پاكستانۍ لوبډله د اظهر علي او د آسټرېليا لوبډله به د ټم پین په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔