د افغانستان او ويسټ انډيز ټېسټ به د نومبر په 27مه نېټه پېل كېږي

لكهنئو 22 نومبر (اے پي پي) د افغانستان او ويسټ انډيز ترمينځه ټېسټ به د نومبر په 27مه نېټه په لكهنئو كښې پېل كېږي۔د ټېسټ سټېټس ترلاسه كېدو نه وروستو افغان ډله په وړومبي ځل ويسټ انډيز سره مخامخ كېږي۔د دې څخه وړاندې د افغانستان ډلې هند٬آئرلينډ او د بنګله دېش په ضد ټېسټ مېچونه كړې دي٬د هند لخوا هغوي ماتې سره مخ شوي او د آئرلينډ او بنګله دېش په ضد يې كاميابي ترلاسه كړې وه