مالي كښې د نښتو په مهال د مړو عسكرو شمېره 43 ته ورسېدله

بماکو 22 نومبر (اے پي پي) په لويديز افريقائي هېواد مالي كښې امنيتي ذريعو وئيلي دي ختيز مالي كښې تند خوښو سره په نښتو كښې د مړو شوو عسكرو شمېره 43 ته رسېدلې ده ۔ تېره ورځ هم ترهګرو په تابنکورټ سره نزدې د مالي او نائيجر په ځواكونو بريد كړې۔ د دې نه وړاندې په نښتو كښې 30 عسكر او 17 ترهګر وژلې شوي خو د زيارت په ورځ د مالي پوځ دوه جلا جلا ځايونو څخه د عسكرو نور 13 مړي تر لاسه كړې دي