په جده نائټ رېس كښې د 5 زره كسانو ګډون

جده 22 نومبر (اے پي پي) د سعودي جنرل سپورټس اتھارټي تر سېوري لاندې د مسافت كلب په مرسته نائټ رېس شوې چې پكښې د ځائي كسانو پشمول د 5 زره نه زياتو مېرمنو ٬ ناريناٶ٬ ډاكټرانو٬ پېراميډكل سټاف او نورو شخصياتو ګډون كړے۔د عبيرهيلتھ ګروپ تر سېوري لاندې په نائټ رېس كښې مېرمنو په خاص توګه خوښي لرلې ۔ صحت منده هلې ځلې رامخې ته كولو لپاره د خپل نوعيت دا وړومبنې ون يونټ ٶ۔