
قندوز 21 نومبر (اے پي پي)د افغان ځواكونو په شمالي قندوز ولايت كښې د طالبانو په ضد عمليات پېل كړي۔د صوبائي حكومت وياند عصمت الله مرادي مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل عمليات پامير 110 مقصد د سيمې څخه عسكريت خوښو خاتمه كول دي۔مرادي ووئيل په دې كاروائۍ كښې پوليس او استخبارتي ايجنسي مرسته كوي او دا عمليات به د عسكريت خوښو تر بشپړه خاتمې روان وي۔ده ووئيل عملياتو بشپړیدو نه وروستو به ځايې حكومت د سړكونو رغونې او د ښار بنيادي ډهانچې بحالۍ ته پام لرنه كوي۔د افغان ځواكونو وئېلي دي طالبان د ژمي موسم څخه وړاندې خوا او شا سيمو كښې خپل پوزېشن مستحكم كولو له هڅه كوي۔د يادونې وړ ده قندوز ولايت كښې د طالبانو او سركاري ځواكونو ترمينځه د سختو نښتو لړۍ د څو كلونو راهسې روانه ده۔سږ كال د اګست په آخر كښې عسكريت خوښو د سر ښار به ځينو برخو قبضه كړی وه او په نښتو كښې 30 څخه زيات عام وګړي او امنيتي ځواكونه مړه او 100 څخه زيات ژوبل شوي وو