خرطوم 21 نومبر (اے پي پي﴾ د سوډاني حكومت او د وسله والو ډلو ترمېنځه د مذاكراتو نوې پړاٶ به د دسمبر په 10مه نېټه كېږي. د سوډان حكومت د سوئيلي سوډان په خواست وسله والو ډلو سره ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ كېدونكي مذاكرات ځنډولي دي. د سوډان د سولې د عالي شورا وياند الحسن لتېشي وئيلي دي چې د سوئيلي سوډان د پلازمينه جوبا په كوربتوب كښې د سوډان حكومت، درافر، سوئيلي كردفان او د بليو نائيل وسله والو ډلو ترمېنځه د سولې د مذاكراتو دورې د زيارت په ورځ كېدونكې و خو سوئيلي سوډان د ځنډولو خواست كړے و. اوس به د مذاكراتو دا پړاٶ د دسمبر په 10مه نېټه كېږي. د دې څخه وړاندې سوئيلي سوډان د اكتوبر په 14مه نېټه د داسې مذاكراتو كوربتوب كړے و