ګرده نړۍ كښې د امېګرېشن په چارو 3 لكه 30 زره ماشومان په زندانونو كښې پراته دي

برلن 20 نومبر (اے پي پي) ګرده نړۍ كښې د امېګرېشن په چارو كښې 3 لكه 30 زره ماشومان په زندانونو كښې پراته دي چې پكښې په دريو كښې يوه برخه يوازې په امريكا كښې بنديوان دي۔ د ملګرو ملتونو څېړنكار مانفريډ نوواك د سوئټزرلېنډ په جنيوا ښار كښې د ملګرو ملتونو راپور چې سرخط ئې “د آزادۍ نه محروم كړې شوې ماشومانو پحقله دملګرو ملتونو نړيواله جائزه” دے جاري كولو سره ميډيا ته وئيلي دي ګرده نړۍ كښې د امېګرېشن په معاملو كښې 3 لكه 30 زره ماشومان په زندانونو كښې پراته دي چې پكښې په دريو كښې يوه برخه يوازې په امريكا كښې بنديوان دي چې شمېره ئې يو لك درې زره ته نزدې ده۔ د نړيوالې ادارې پوهانو له مخې امريكا نن هم د نړۍ يوازنې هېواد دے چا چې د ماشومانو پحقله د ملګرو ملتونو په كنونشن لاسليك نه دې كړې كوم چې په كال 1989 كې منظور شوې ٶ٬ د كنونشن له مخې د ماشومانو نيول ممنوع دي٬ مانفريډ نوواك له مخې دا كنونشن د نابالغه كسانو او په خاص توګه ماشومان د مور پلار د جلا كولو ممانعت كوي۔ ده ووئيل زه خو داسې كول ماشومانو او د ھغوي مور او پلار سره غېر انساني رويه ګڼم٬ د نوواك په وېنا د ټرمپ انتظاميې پاليسۍ هم دې لپاره د غندنې وړ دي ځكه چې دوي ماشومان د مور او پلار نه لرې ساتلو سره د نړيواك كنونشن خلاف ورزي كوي۔ په واشنګټن كښې امريكائي انتظاميې د دې راپور د اجراء نه پس هېڅ تبصره نه ده كړې