
کابل 20 نومبر (اے پي پي) افغانستان كښې د امريكائې چورلكې نسكورېدو په نتيجه كښې دوه امريكائي عسكر مړه شوي دي ۔ د افغان ميډيا له مخې ناټو د دې پېښې تصديق كولو سره وئيلي دي د پېښې پلټنې پېل كړې شوې خو د پېښې رامخې ته كېدو وجوهات نه دې معلوم شوي او نه ئې د مړو كسانو تفصيلات څرګند كړې ۔ د ناټو چارواكو وئيلي دي د امريكې د دفاع څانګې د پاليسۍ له مخې د مړو شوو عسكرو نومونه او نور معلومات تر 24 ساعتو ايسارولې شي۔ بلخوا طالب جنګيالو ادعا كړې چې مونږ په ختيز لوګر ولايت كښې چورلكه په نخښه كړې ۔ د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد خپل ټويټ كښې وئيلي دي امريكائي چورلكه د لوګر ولايت د چرخ اولسوالۍ په پانګرام سيمه كښې د ترهګرو په ژالو د بريد هڅې كولې۔ د يادونې وړ ده اكتوبر كال 2017 كښې هم د ناټو چورلكه په لوګر كښې رانسكوره شوې وه چې پكښې 6 امريكائي عسكر مړه شوې وو۔