اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د پرائم منسټر نېشنل هېلت پروګرام نورو 11 ضلعو كښې د جاري كولو منظوري وركړې شوې۔ په دې اړه د نېشنل سروسز وزيرې سائره افضل تارړ وئيلي دي چې اولس ته د روغتيا غوره اسانۍ وركول زمونږ تر ټولو وړومبۍ ذمه واري ده۔ په دې لړ كښې دې اجتماعي هڅې وكړې شي۔ دې ووئيل وفاق او صوبو په ګډه د روغتيا په څانګه …
د پرائم منسټر نېشنل هېلت پروګرام نورو 11 ضلعو كښې د جاري كولو منظوري وركړې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د پرائم منسټر نېشنل هېلت پروګرام نورو 11 ضلعو كښې د جاري كولو منظوري وركړې شوې۔ په دې اړه د نېشنل سروسز وزيرې سائره افضل تارړ وئيلي دي چې اولس ته د روغتيا غوره اسانۍ وركول زمونږ تر ټولو وړومبۍ ذمه واري ده۔ په دې لړ كښې دې اجتماعي هڅې وكړې شي۔ دې ووئيل وفاق او صوبو په ګډه د روغتيا په څانګه كښې مهمې كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔ په دې كښې د مور او بچي روغتيا په اړه د اېكشن پلان ترمخه وفاق او صوبو له نړيوالو ادارو څخه لوئے فنډ ترلاسه شوې۔ دې نه ځانله د صوبو په سلا د قامي هېلت ويژن 2025 جوړول هم يو مهم سنګ ميل دے۔ دې ووئيل د پرائم منسټر هېلت پروګرام ترمخه د موجوده 23 ضلعو نه ځانله نورو 11 ضلعو كښې د دې پروګرام پېل كولو منظوري وركړې شوې










