اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د داخله چارو دوهم وزير بليغ الرحمن وئيلي چې هند په دښمنۍ اډانه رويه خپله كړې او د دې زيات زيان به هند ته رسي۔ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د نړۍ حالات كه هر څنګه وي ولې پاكستان ته د يو مهم هېواد په توګھ كتلې شي۔ د منطقې په شمول منځني ختيز كښې روانه ترهګري او لا …
ايران ٬ چين او روسيه سره زمونږ اړيكې مخ په ښه كېدو دي٬ د دښمنۍ د رويې زيات زيان به هند ته رسي۔ د داخله چارو دوهم وزير

مزید خبریں
اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د داخله چارو دوهم وزير بليغ الرحمن وئيلي چې هند په دښمنۍ اډانه رويه خپله كړې او د دې زيات زيان به هند ته رسي۔ مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل چې د نړۍ حالات كه هر څنګه وي ولې پاكستان ته د يو مهم هېواد په توګھ كتلې شي۔ د منطقې په شمول منځني ختيز كښې روانه ترهګري او لا قانونيت رامخې ته كيږي او پاكستان په قانون عملدارۍ كښې تر ټولو اول دے۔ دوهم وزير ووئيل پاكستان كښې امنيتي ځواكونو د شرخوښۍ ختمولو له د ترهه ګرو ملا ماته كړې۔ د هېواد دننه حالات ورځ په ورځ د ښه كېدو پلو روان دي او د هېواد معيشت هم مخ په ترقۍ روان دے۔ ده ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف ښكاره پالېسي ده چې منطقه كښې د ګاونډي هېوادونو په شمول ټولې نړۍ سره ښه اړيكې وساتلې شي۔ پاكستان چاسره هم دښمني كول نه غواړي۔ بليغ الرحمن ووئيل هند په دښمنۍ اډانه رويه خپله كړې او د دې زيات زيان به هند ته وي۔ د مقبوضه كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان به د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي او دې سره سره هيله لري چې هند به هم د بشري حقونو خيال ساتي










