د پېښور كور كمانډر لېفټيننټ جنرال نذير احمد بټ د قلعه بالاحصار دوره

پیښور 03 جنوري (اے پي پي)د پیښور كور كمانډر لېفټيننټ جنرال نذير احمد بټ هېډ كوارټر فرنټيئر كور خېبرپښتونخوا قلعه بالاحصار ته تللې دې ۔ قلعه بالاحصار ته په رسېدو د فرنټيئر آئي جي ميجر جنرال شاهين مظهر د ده هركلے اوكړو ۔د فرنټيئر كور يوې چټك ډلې ورته ګارډ آف انر هم وړاندې كړو۔د دې څخه وروستو كور كمانډر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او …

پیښور 03 جنوري (اے پي پي)د پیښور كور كمانډر لېفټيننټ جنرال نذير احمد بټ هېډ كوارټر فرنټيئر كور خېبرپښتونخوا قلعه بالاحصار ته تللې دې ۔ قلعه بالاحصار ته په رسېدو د فرنټيئر آئي جي ميجر جنرال شاهين مظهر د ده هركلے اوكړو ۔د فرنټيئر كور يوې چټك ډلې ورته ګارډ آف انر هم وړاندې كړو۔د دې څخه وروستو كور كمانډر د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د شهيدانو لوړو درجو له يې دعا وكړه۔په دې مهال د اېف سي آئي جي ميجر جنرال شاهين مظهر كور كمانډر ته د آپرېشنل تيارو او انتظامي معاملاتو په اړه بشپړه بريفنګ وركړو۔د پیښور كور كمانډر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د فرنټيئر كور كردار وستائېلو او د هرې ممكنې مرستې باور يې وركړو