کنګسټن ۔ 28 اګست (اے پی پی) د وېسټ انډیز او هند ترمينځه دوهم او وروستې ټېسټ مېچ سبا د اګست 30مې نېټې څخه كنګسټن كښې پېل كېږي۔ هندي كركټ لوبډلې ته د دوه مېچونو په سيريز كښې د كوربه كركټ لوبډلې په ضد د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ هندي لوبډلې كوربه لوبډلې ته په اولني ټېسټ مېچ كښې په 318 رنز سره ماتې وركړې وه۔ دې څخه وړاندې هندي كركټ لوبډلې د درې ټي ټونټي مېچونو په سيريز كښې وېسټ انډیز ټیم وائټ واش كړې ؤ ۔ دغسې هند د درېو ون ډے انټرنېشنل مېچونو سيريز 2-0 سره ګټلې ؤ او يو مېچ كښې باران راغلې ؤ ٬ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو لوبډلو ترمينځھ د دوه ټېسټ مېچونو سيريز دوهم او وروستو كركټ ټېسټ مېچ به د 30 اګست څخه كنګسټن كښې پېل كېږي۔