جميكا 07 اګست (اے پي پي) د وېسټ انډېز او هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو د سېريز وړومبې مېچ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ كېږي۔ د دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز شوے چې پكښې د هند لوبډلې د وېسټ انډيز لوبډلې ته په ټولو مېچونو كښې ماتې وركړې۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې يو ورځنو مېچونو وړومبې مېچ به ﴿نن﴾ د زيارت په ورځ كېږي۔ دوهم مېچ به د اګست په 11مه نېټه او دريم مېچ به د اګست په 14مه نېټه كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه به دوه ټېسټ مېچونه هم كېږي چې وړومبې مېچ به ئې د اګست په 22مه نېټه او دوهم مېچ به د اګست په 30مه نېټه پېل كېږي۔