سرينګر 01 جولائي (اے پي پي﴾ په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په روانو كارروائيو كښې تېره مياشت په جون كښې 28 كشميريان شهيدان كړي دي۔ په دې كښې دوه ځوانان په جعلي مقابله كښې شهيدان كړې شوي دي۔ د كشمېر مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا د ګل په ورځ جاري شويو شمېرو له مخې د دې شهادتونو په نتيجه كښې دوه مېرمنې كونډې او …
په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د جون په مياشت كښې 28 كشميريان شهيدان كړي

مزید خبریں
سرينګر 01 جولائي (اے پي پي﴾ په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په روانو كارروائيو كښې تېره مياشت په جون كښې 28 كشميريان شهيدان كړي دي۔ په دې كښې دوه ځوانان په جعلي مقابله كښې شهيدان كړې شوي دي۔ د كشمېر مېډيا سروس د څېړنې څانګې لخوا د ګل په ورځ جاري شويو شمېرو له مخې د دې شهادتونو په نتيجه كښې دوه مېرمنې كونډې او درې ماشومان يتيمان شوي دي۔ په دې موده كښې هندي ځواكونو په مظاهرچيانو تشدد كړے او پكښې 130 كسان ژوبل شوي او 97 نيول شوي دي۔ هندي ځواكونو په دې موده كښې 18 كورونو ته زيان رسولې٬ لوټ كول ئې كړي او د يوې جينې بې حرمتي ئې كړې۔









