تهران 01 جولائي (اے پي پي﴾ د اېران د خارجه وزارت وياندو سيد عباس موسوي وئيلي دي چې امريكا سفارتكاري نه بلكې اقتصادي ترهګري كوي۔ د سفارتكارې په اړه د امريكې د قومي سلامتيا كونسل د وياند په بيان غبرګون ښودلو سره د ايران د خارجه وزارت وياند ووئيل چې اېران به د سفارتكارې ځواب سفارتكارې او د فشار ځواب استقامت او مقاؤمت سره وركوي۔ ده ووئيل چې مونږ تر …
امريكا سفارتكاري نه بلكې اقتصادي ترهګري كوي۔ د اېران د خارجه وزارت وياند

مزید خبریں
تهران 01 جولائي (اے پي پي﴾ د اېران د خارجه وزارت وياندو سيد عباس موسوي وئيلي دي چې امريكا سفارتكاري نه بلكې اقتصادي ترهګري كوي۔ د سفارتكارې په اړه د امريكې د قومي سلامتيا كونسل د وياند په بيان غبرګون ښودلو سره د ايران د خارجه وزارت وياند ووئيل چې اېران به د سفارتكارې ځواب سفارتكارې او د فشار ځواب استقامت او مقاؤمت سره وركوي۔ ده ووئيل چې مونږ تر اوسه د امريكائي حكومت لخوا د غېر قانوني اقتصادي بندېزونو٬ اقتصادي ترهګرې او د فشار نه علاوه بل څه نه دي ليدلي د كوم به چې ځواب وركولې شي۔ ده ووئيل چې معلومېږي چې د امريكې په سياسي ډكشنرې كښې د سفارت مطلب غېر قانوني بندېزونه لګول او اقتصادي ترهګري كول دي۔









