صنعا 30 جون (اے پي پي﴾ د يمن په جنګ كښې د كال 2013م نه تر كال 2018م اووه نيم زره ماشومان مړه او ژوبل شوي دي۔ دا خبره ملګرو ملتونو په خپل يو راپور كښې كړې۔ د راپور له مخې په روغتونونو او سكولونو د بريدونو 381 پېښې رامېنځ ته شوې دي چې پكښې په 345 پېښو كښې د روغتونونو او سكولونو ودانې رانسكورې شوې دي يا دومره ځپلې …
د يمن په جنګ كښې اووه نيم زره ماشومان مړه او ژوبل شوي دي۔ ملګري ملتونه

مزید خبریں
صنعا 30 جون (اے پي پي﴾ د يمن په جنګ كښې د كال 2013م نه تر كال 2018م اووه نيم زره ماشومان مړه او ژوبل شوي دي۔ دا خبره ملګرو ملتونو په خپل يو راپور كښې كړې۔ د راپور له مخې په روغتونونو او سكولونو د بريدونو 381 پېښې رامېنځ ته شوې دي چې پكښې په 345 پېښو كښې د روغتونونو او سكولونو ودانې رانسكورې شوې دي يا دومره ځپلې شوې دي چې د استعمال جوګه نه دي پاتې شوې۔ د راپور له مخې د جنسي تېري هم 11 پېښې رامېنځ ته شوې دي۔ د پوهانو له مخې د دې ډول جرائمو شمېره د دې نه څو چنده زياته ده۔ د يادونې وړ ده چې يمن د عرب نړۍ تر ټولو غريب هېواد دے او په دې هېواد كښې د كال 2014م نه وسله والې نښتې روانې دي۔









