كابل 24 جون (اے پي پي) طالبان به امريكې سره د مذاكراتو په نوي پړاؤ كښې ګډون كوي۔ د مذاكراتو دا پړاؤ به د جون په 29مه نېټه د قطر په پلازمينه دوحه كښې پېل كېږي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې په مذاكراتو كښې د ګډون كولو تصديق د طالبانو يو وياند د ټويټ د لارې كړے۔ د دې څخه وړاندې افغانستان لپاره د امريكې ځانګړي استازي طالبانو …
د امريكې او طالبانو ترمېنځه د مذاكراتو نوې پړاؤ به د جون په 29مه نېټه پېل كېږي

مزید خبریں
كابل 24 جون (اے پي پي) طالبان به امريكې سره د مذاكراتو په نوي پړاؤ كښې ګډون كوي۔ د مذاكراتو دا پړاؤ به د جون په 29مه نېټه د قطر په پلازمينه دوحه كښې پېل كېږي۔ د المان خبر رسنې ادارې له مخې په مذاكراتو كښې د ګډون كولو تصديق د طالبانو يو وياند د ټويټ د لارې كړے۔ د دې څخه وړاندې افغانستان لپاره د امريكې ځانګړي استازي طالبانو سره د مذاكراتو د نوي پړاؤ هم دغه نېټه ښودلې وه۔ ده وئيلي و چې ټولې ډلې په دې عمل كښې په تندې سره پرمختګ غواړي۔ د يادونې وړ ده چې د طالبانو او امريكې ترمېنځه تر اوسه د مذاكراتو 7 پړاؤنه ترسره شوي دي۔









