سرينګر 23 جون (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې په شوپيا كښې نور څلور كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دا ځوانان په درم ډوره كېګام سيمه كښې د محاصرې او لټون په مهال شهيدان كړي دي۔ تر وروستيو اطلاعاتو په سيمه كښې د قابض ځواكونو عمليات روان وو۔ د پوليسو يو …
په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو په شوپيا كښې نور څلور كشميري ځوانان شهيدان كړل

مزید خبریں
سرينګر 23 جون (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په تازه كارروائې كښې په شوپيا كښې نور څلور كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې هندي ځواكونو دا ځوانان په درم ډوره كېګام سيمه كښې د محاصرې او لټون په مهال شهيدان كړي دي۔ تر وروستيو اطلاعاتو په سيمه كښې د قابض ځواكونو عمليات روان وو۔ د پوليسو يو چارواكي خبريالانو سره په خبرو كښې ادعا كړې چې دا ځوانان وسله وال و او عسكرو سره په يوه نښته كښې وژل شوي دي۔ له بلې خوا قابض انتظاميې په ضلع كښې د انټرنېټ سروس معطل كړے دے۔









