د روسيه په ضد بندېزونو سره اروپائي ائتلاف ته زيات زيان شوې دې۔ پوټن

ماسکو ۔ 21 جون (اے پی پی) د روسيه اولس مشر ولادیمیر پیوټن وئيلي دي چې د روسيه په ضد بندېزونو سره اروپائي ائتلاف ته زيات زيان شوې دې۔ پیوټن په خپل يو بيان كښې وئيلي چې كال 2014ء څخه د لګولې شويو دې بنديزونو په نتيجه كښې بېلو څانګو كښې د روسيه د 50 اربه ډالرو زيان شوې دې۔ ددې په مقابله كښې اروپائي ائتلاف د 240 ارب روپو زيان پورته كړې دې۔ د پيوټن د وېنا ترمخه امريكا ته د رسېدلي زيان اندازه 17 اربه ډالره جوړېږي۔ دا خبره دې ياده وي چې په كال 2014ﺀ كښې د يوكرائني سيمې کریمیا سره الحاق نه وروستو لوئيديزو هېوادونو په روسيه اقتصادي بندېزونه لګولې وو