په بحيره اسود كښې د روسيې الوتكه په سمندر كښې ولوېده٬ د 91 كسانو د مړېنې اندېښنه

ماسكو 25 دسمبر (اے پي پي) د روسيې د دفاع وزارت وئيلي دي چې په بحيره اسود كښې د روسيې الوتكه په سمندر كښې لوېدلې او تباه شوې۔ د خبر له مخې د روسيې د دفاع وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې په الوتكه كښې 91 مسافر سواره وو۔ دا الوتكه د سوريې لاذيقه ښار ته روانه وه۔ په الوتكه كښې د عملې غړي٬ …

ماسكو 25 دسمبر (اے پي پي) د روسيې د دفاع وزارت وئيلي دي چې په بحيره اسود كښې د روسيې الوتكه په سمندر كښې لوېدلې او تباه شوې۔ د خبر له مخې د روسيې د دفاع وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې په الوتكه كښې 91 مسافر سواره وو۔ دا الوتكه د سوريې لاذيقه ښار ته روانه وه۔ په الوتكه كښې د عملې غړي٬ پوځي اهلكار٬ پوځي ميوزك بېنډ او خبريالان سواره وو۔ دا كسان د نوي كال په دستوره كښې ګډون كولو لپاره روان وو۔ دا دستوره د په لاذيقه كښې د روسيې په پوځي اډه كښې كېدونكې وه۔

مزید خبریں