د هند وزيراعظم له په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان سره د خبرو اترو عمل بحالولو له كوټلې اقدامات كول پكار دي۔چينائي ورځپاڼه

بيجنګ 10 جون (اے پی پی)د هند وزيراعظم نريندرمودي له په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان سره د خبرو اترو عمل بحالولو له كوټلې اقدامات كول پكار دي۔دا خبره د چين ورځپاڼې"ګوبل ټائمز"خپل راپور كښې وئېلي شوي۔ د ورځپاڼې له مخې كه هند د ترهه ګرۍ مخنيوي او منطقه كښې خپل اثر زياتول غواړي نو بايد نريندرمودي د پاكستان وزيراعظم عمران خان لخوا نه يواځې د خېرسګالۍ جذبې ځواب …

بيجنګ 10 جون (اے پی پی)د هند وزيراعظم نريندرمودي له په منطقه كښې امن لپاره د پاكستان سره د خبرو اترو عمل بحالولو له كوټلې اقدامات كول پكار دي۔دا خبره د چين ورځپاڼې”ګوبل ټائمز”خپل راپور كښې وئېلي شوي۔ د ورځپاڼې له مخې كه هند د ترهه ګرۍ مخنيوي او منطقه كښې خپل اثر زياتول غواړي نو بايد نريندرمودي د پاكستان وزيراعظم عمران خان لخوا نه يواځې د خېرسګالۍ جذبې ځواب وركول پكار دي بلكې د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكې خبرې اترې بحالولو لپاره بشپړه هڅې كول پكار دي كوم چې د جنوري 2016 څخه د التوا ښكار دي۔د ورځپاڼې له مخې نريندرمودي دوهمې مودې لپاره د هند وزيراعظم چوكۍ سنبهالول د هند لپاره يو ښه موقعه ده چې هغه پاكستان سره ښه اړيكې جوړی كړي او دې سره به د دواړو هېوادونو اړيكو ته ښه موقعه ترلاسه شي بلكې دا منطقه او آسيا استحكام او پرمختګ لپاره ښه وي۔دا د قابل ذكر وړ ده چې د پاكستان وزيراعظم عمران خان تېره اونۍ كښې د هند خپل هم څنګ نريندرمودي په نامه خط كښې د دې خبرې څرګندونه كړی وه چې پاكستان هند سره د كشمير پشمول ټولې مسئلې د خبرې اترو د لارې هوارولو خوښي لري۔ده دا خبره هم كړی وه چې د دواړو هېوادونو اولس د غريبۍ څخه ويستلو لپاره د پاكستان او هند ترمينځه خبرې اترې يوازنۍ لار ده