بېروت 03 جون (اے پي پي﴾ د سوريې په اعزاز ښار كښې په چاودنه كښې 17 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي۔ د برتانوي مېډيا له مخې د اتوار په ماښام د سوريې د شمالي ختيځ اعزاز ښار په ځائي بازار كښې جومات سره نزدې موټري بمي چاودنه شوې او په نتيجه كښې ئې د 4 ماشومانو پشمول 17 كسان مړه او د 20 نه زيات ژوبل شوي دي۔ …
د سوريې په اعزاز ښار كښې چاودنه كښې 17 كسان مړه او 20 ژوبل شول
بېروت 03 جون (اے پي پي﴾ د سوريې په اعزاز ښار كښې په چاودنه كښې 17 كسان مړه او 20 ژوبل شوي دي۔ د برتانوي مېډيا له مخې د اتوار په ماښام د سوريې د شمالي ختيځ اعزاز ښار په ځائي بازار كښې جومات سره نزدې موټري بمي چاودنه شوې او په نتيجه كښې ئې د 4 ماشومانو پشمول 17 كسان مړه او د 20 نه زيات ژوبل شوي دي۔ ځائي چارواكو وئيلي دي چاودنه د لمونځ په وخت شوې۔ د يادونې وړ ده د دې نه پېښې نه يوه ورځ وړاندې د سوريې په الرقه ښار كښې په چاودنه كښې 10 كسان مړه او 20 ژوبل شوي وو۔












