مکه مکرمه ۔ 01 جون (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د اسلامي مرستې تنظيم له به په نړيواله كچه د اسلام مثبت تشخص رامخې ته كولو او د ترهګرۍ اسلام سره د تړلو سازش ناكامه كولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ د خالي په ورځ مكه مكرمه كښې د او آئي سي څوارلسمې د مشرانو غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم د مسلمانانو په نړيوال فورم زور …
د اسلامي مرستې تنظيم له به په نړيواله كچه د اسلام مثبت تشخص رامخې ته كولو او د ترهګرۍ اسلام سره د تړلو سازش ناكامه كولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ د نائن الېون بريدونو څخه وروستو د كشميريانو منصفانه ھڅو ته د اسلامي انتها خوښۍ او ترهګرۍ نامه وركړې شوې۔ د دوه رياستي حل نه سوا د فلسطين مسئلې حل هېڅ امكان نه لري۔ اسلامي نړۍ بايد د سائنس او ټېكنالوجي څانګې ته خاص پام وكړي۔ د وزيراعظم عمران خان مكه مكرمه كښې د او آئي سي څوارلسمې د مشرانو غونډې ته خطاب
مکه مکرمه ۔ 01 جون (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د اسلامي مرستې تنظيم له به په نړيواله كچه د اسلام مثبت تشخص رامخې ته كولو او د ترهګرۍ اسلام سره د تړلو سازش ناكامه كولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ د خالي په ورځ مكه مكرمه كښې د او آئي سي څوارلسمې د مشرانو غونډې ته خطاب كښې وزيراعظم د مسلمانانو په نړيوال فورم زور راوړو چې هغه دې د مسلمانانو حقونو او د دوئي د مذهبي جذباتو ساتنې له فعاله كردار ترسره كړي۔ ده په لوئيديز كښې اسلام مخالفې سرګرميانې او د سپكاوي مواد د او آئي سي ناكامي ګرځولو سره ووئيل د تنظيم د غېر فعاله كردار په نتيجه كښې د مسلمانانو د آزادۍ سياسي هلې ځلې غېر قانوني او اسلامي انتها خوښي ګرځولې شوې دي۔ عمران خان ووئيل مقبوضه كشمير كښې اولس د آزادۍ ترلاسه كولو له سياسي هلې ځلې كوي ولې د نائن الېون بريدونو څخه وروستو د كشميريانو منصفانه ھڅو ته د اسلامي انتها خوښۍ او ترهګرۍ نامه وركړې شوه۔ ده ووئيل دغسې اسرائيل هم په فلسطيني اولس ظلمونه كولو سره د دوئي د آزادۍ تحريك اسلامي ترهګري ګرځولې۔ وزيراعظم ددې خبرې پخلې وكړو چې د دوه رياستي حل نه سوا د فلسطين مسئلې هېڅ حل امكان نه لري۔ او د فلسطين پلازمينه بايد ختيځ بېت المقدس وي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمیر كښې كشميري اولس ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو ترمخه حق وركولې نه شي۔ ده په اسلامي نړۍ زور راوړو چې په كشميري اولس د روانو ظلمونو مخنيوي له دې يو موټې شي۔ ده په خپل خطاب كښې اسلامي نړۍ ته د سائنس او ټېكنالوجۍ څانګې ته د خاص پام ګرځولو په اړه هم ووئيل۔ ده زياته كړه چې مونږ له به نه يواځې زده كړو بلكې معياري زده كړو ٬ پوهنتونونو جوړولو او وسائلو څخه استفادې له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل د ګولان غرونه د فلسطين ملكيت دې بايد فلسطين ته بېرته وركړې شي او بېت المقدس بايد د فلسطين پلازمينه وي۔ ده ووئيل د نړۍ كوم هم مذهب د كوم بې ګناه د وژلو اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل نائن الېون څخه وړاندې 80 فيصد ځانمرګې بريدونه غېر مسلم انتها خوښو كول۔ ده ووئيل دې فورم څخه بايد ټولې نړۍ ته دا بشپړ پیغام لاړ شي چې د اسلام ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نشته۔












